ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرنې وزارت هلمند کې له کروندګرو څه باندې پنځه‌‌نیم زره ټنه غنم پېري

کرنې وزارت هلمند کې له کروندګرو څه باندې پنځه‌‌نیم زره ټنه غنم پېري

author avatar
22 Sep 2024 - 17:13
کرنې وزارت هلمند کې له کروندګرو څه باندې پنځه‌‌نیم زره ټنه غنم پېري
author avatar
22 Sep 2024 - 17:13

لښکرګاه (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه  ۱۴۰۳): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی هلمند ته تللی څو هلته له کروندګرو څخه اضافه شوي غنم وپېرې.

د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملااغا جان اخند چې هلمند ولایت ته د یوه پلاوي په مشري تللی وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پراساس غواړي د هېواد په ١١ ولایتونو کې له بزګرانو څخه اضافه شوي غنم وپېري.

هغه وویل، په پلان کې لري چې په هلمند کې له بزګرانو څخه پنځه زره او ۵۱۰ ټنه غنم وپېري.

ورته مهال، د کرني وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت‌الله حقیار وویل، د دغه اندازه غنمو له پېرلو څخه یې موخه په هېواد کې د متضررو کورنیو لاسنیوی، د بزګرانو د غنمو لپاره بازار موندنه، د غنمو کرنې ته د بزګرانو هڅونه، په بازارونو کې د نرخونو د تناسب ساتل، د سېلوګانو اړتیا پوره کول او په بېړنيو حالاتو کې له خلکو سره د مرستي ترسره کولو په موخه پېرل کېږي.

دغه‌راز، د هلمند د والي مرستیال مولوي محمدنبي حماس له بزګرانو څخه د اضافي غنمو د پېرلو پروسه ګټوره وبلله.

ده زیاته کړه، له یوې خوا به د بزګرانو لپاره په کور دننه د غنمو بازار پیدا شي او له بلي خوا به په ستراتیژیکو زېرمو کې د یادو غنمو له ځای پر ځای کولو سره د نرخونو انډول خوندي وساتل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.