Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي دفاع وزارت دوه امريکايي چورلکې ترمیم کړې دي

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): ملي دفاع وزارت وايي، افغان انجنیرانو یوه بلک‌هاک (يواېچ - ۶۰) او بله (اېم‌ډي - ۵۳۰) ډوله امريکايي چورلکې ترمیم او پرواز ته چمتو کړې دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د یاد وزارت اړوند هوایي ځواک له لوري د تخنیکي او مسلکي انجینرانو په تېرو څو میاشتو کې یوه بلک‌هاک (يواېچ - ۶۰) او بله (اېم‌ډي - ۵۳۰) ډوله امريکايي چورلکې ترمیم کړې دي او په بریالیتوب سره یې الوتنې ترسره کړې دي.

سرچينه زیاتوي چې دغه وزارت په تېرو درېیو کلونو کې لسګونه هغه الوتکې او چورلکې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړې دي چې «د تېرې ادارې له لوري تخریب شوې وې».

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.