پلعلم (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): د لوګر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې دوو ښځو ځانوژنه کړې ده.
د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د مرکز پلعلم اړوند د خلیفه صاحب سیمه کې یوې پېغلې نجلۍ او یوې بلې ښځې ځانونه وژلي دي.
هغه زیاته کړه چې چې یادو ښځو د کورنۍ ستونزو له امله زهري مواد خوړلي او مړې شوې دي.
د نوموړي په خبره چې پېښه د امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو تر څېړنې لاندې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلام له نظره ځانوژنه حرامه ده او څوک باید له ستونزو د خلاصون په موخه دغه کار ونه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP