کندوز ښار (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): د کندوز د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږکال په دغه ولایت کې ۲۰۰۶ مټریک ټنه انګور تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۹۰ سلنه ډېروالی ښیي.
د کندوز د کرنې او اوبو لګولو ریاست د کرنیزو چارو امر وايي، روان کال د انگورو له ۱۴۹۳ هکټار باغونو څخه ۲۰۰۶ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې دغه شمير تېر کال ۱۰۵۶ مټریک ټنو ته رسېده.
هغه زیاته کړه: «مناسب اقلیم، د بڼوالۍ تخنیکي لارښود، د بڼوالۍ د وسایلو ويش او د افتونو او ناروغیو مخنیوی په کندوز کې د انګورو د حاصلاتو د ډېريدو عمده لاملونه دي.»
بلخوا، د انګورو یو شمېر بڼوال د خپلو حاصلاتو له ډېريدو خوښ دي او له مسوولینو غواړي چې له هېواده بهر یې د حاصلاتو د پلور زمینه برابره کړي.
د صفيالله په نوم یو بڼوال په دې اړه وايي: «الحمدلله سږکال مو د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر ښه دي، تېر کال هوا سړه شوه، د انګورو تاکونه مو د یخنۍ له امله خراب او وچ شول.»
د بشیرخان په نوم یو بل بڼوال په دې اړه وايي: «حاصلات مو ډېر ښه دي، غوښتنه مو دا ده چې زموږ حاصلاتو ته د داخلي او خارجي بازارونو زمینه برابره شي.»
د انګورو یو شمېر نور بڼوال هم د خپلو انګورو حاصلاتو ډېرېدو ته خوښ دي.
د کندوز د کرنې او اوبو لګولو ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د انګورو په بڼونو کې څه باندې لس ډوله انګور شته چې هر ډول یې خپلې ځانګړنې او خوږ طعم لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن