کابل (پژواک ۱۴ تله ۱۴۰۳): سیګار وایي، ملګري ملتونه له تېرو شاوخوا درېیو کلونو راهیسې په هرو دوو اونیو کې افغانستان کې خپلو دفترونو ته شاوخوا ٨٠ مېلیون ډالره استوي.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د افغانستان بیارغونې څېړونکې امریکايي ادارې (سیګار) ویلي چې ملګري ملتونه افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې دغه هېواد ته، د لګېدلو بندیزونو په پایله کې د پیسو پر لېږد د بندیزونو او نغدو پیسو د کمښت ستونزې د حل په موخه خپلو اړوندو دفترونو ته په هرو ١٠ تر ١٤ ورځو کې شاوخوا ٨٠ میلیونه ډالر استوي.

سیګار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې ملګرو ملتونو په ٢٠٢٢ او ٢٠٢٣ کلونو کې درې عشاريه شپږ میلیارد ډالر افغانستان ته استولي دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي چې دغه پیسې په خصوصي بانکونو کې د ملګرو ملتونو په ځانګړو حسابونو کې ساتل کیږي.

سیګار وایي چې دغو پیسو په غیرمستقیم ډول د افغانستان سرپرست حکومت ته ګټه رسولې او د دغه هېواد له اقتصاد سره یې مرسته کړې ده.