غزنيښار (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۵): د غزني په مرکز کې د کابل – کندهار غځېدلې لویې لارې د ۱۳ کیلومتره برخې پراخولو او اساسي رغونې چارې پیل شوې.
د غزني ښاروال مولوي ابومحمد ثابت د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، د سړک پراخولو او اساسي رغونې موخه د ښار د ترافیکي فشار کمول، د موټرو د تګ راتګ لپاره د مناسبې فضا رامنځته کول او د ښاري سیمو ترمنځ د ترانسپورټي اړیکو ښه کول دي.
هغه زیاته کړه چې یاده پروژه د غزني ښار له عليلالا څلورلارې بیا د بلخ تر دروازې پورې غځېدلې او د یوه خصوصي ساختماني شرکت له لوري د ۳۷۱ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي.
د هغه د معلومات له مخې، د پروژې د طرحې له مخې، د کابل – کندهار عمومي سړک موجوده برخه به پر خپل ځای پاتې وي او د سړک دواړه غاړې به ۱۱ ـ ۱۱ متره پراخې شي. د قراردادي شرکت د معلوماتو له مخې، له بشپړېدو وروسته به د دې ۱۳ کیلومتره برخې ټول پراخوالی شاوخوا ۴۰ مترو ته ورسېږي.
نوموړي وویل: «د دې لارې پراخول به د ښار ترافیکي بار راکم کړي او خلکو ته به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي.»
ثابت زیاته کړه چې ښاروالي هڅه کوي د پروژې د کیفیت څارنه په جدي ډول ترسره کړي، څو چارې یې د ټاکل شوو ساختماني معیارونو له مخې بشپړې شي.
هغه له ښاریانو هم وغوښتل چې د پروژې پلې کېدو پر مهال له اړوندو مسوولینو سره همکاري وکړي.
د ټولګټو چارو وزارت معین مولوي محمداسماعیل غزنوي هم د غزني خلکو او سیمهییزو مسوولینو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، د دغه تاریخي ښار د اړتیاوو لپاره به د امکان تر بریده د پراختیايي پروژو ملاتړ وشي.
د ښاروالیو د سمون لوی رییس محمداسحاق اخندزاده وویل، د ښاروالیو له لوري پلې کېدونکې پروژې د خلکو له عوایدو تمویلېږي او باید په شفاف او معیاري ډول ولګول شي.
هغه پر قراردادي شرکت ټینګار وکړ چې پروژه باید د قرارداد او ساختماني معیارونو له مخې پلې کړي او زیاته یې کړه، که کومه برخه په ټیټ کیفیت جوړه شي، د اړوندو اصولو له مخې به بېرته اصلاح شي.
د پروژې د قراردادي شرکت مسوول انجنیر سید صدیقالله عصمتي وویل، هڅه کوي چې د سړک د پراخولو او نورو اړوندو ساختماني چارو کیفیت ته پوره پام وکړي او پروژه په ټاکلي وخت کې بشپړه کړي.
هغه وویل، د روضې له سیمې د اسفندې تر سیمې پورې، د سړک د دواړو غاړو د ۱۱ ـ ۱۱ مترو پراخوالي ترڅنګ، په طرحه کې د پلې لارو او شنو ساحو جوړولو ته هم پام شوی دی.
په همدې حال کې، د غزني یو شمېر اوسېدونکي د دې پروژې د پیلېدو هرکلی کوي او وایي، د کابل-کندهار عمومي سړک د ښار له مهمو ترانسپورټي او سوداګریزو لارو ده او پراخول یې د خلکو له مهمو اړتیاوو ګڼل کېږي.
قومي مشر سیداغا قلندري وویل، د سړک د تنګوالي له امله په ګڼو وختونو کې ترافیکي ګڼهګوڼه رامنځته کېده او خلک به د ښار په منځ کې د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ وو.
د سیمې موټرچلوونکي خیالمحمد هم د سړک له پراخېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ښار په منځ کې د ترافیکي ګڼېګوڼې له امله چلوونکي ډېر وخت په بندښت کې تېروي.
هغه هیله څرګنده کړه چې د پروژې له بشپړېدو سره به د موټرو د تګ راتګ بهیر چټک او د ترافیکي بندښتونو کچه راټیټه شي.