کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۳): افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازولۍ اعلان کړی چې د هېواد د ۲۲ ولایتونو له ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو سره یې د ۱.۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د درملو او روغتیایي کېټونو مرسته کړې ده.
یاد سازمان نن (سهشنبه، د تلې ۱۷مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «موږ له خپلو شریکانو سره په ګډه روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي ښه کولو او په محرومو سیمو کې د ژوند ژغورلو ته ژمن یو.»
سرچینې دغه راز لیکلي: «د روغتیا نړۍوال سازمان د ژمني پلان یوې برخې په توګه د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو ته د څه باندې څلور میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۱۴ ټنه روغتیايي کېټونه او اړین درمل ورکړل شول.»
نړۍوال روغتیایي سازمان وايي، یادو مرستو کې هغه درمل او وسایل شامل دي چې د ژمي په موسم کې به له موسمي ناروغیو سره د مبارزې په موخه اړمنو کسانو ته ووېشل شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې مرستو به په یادو ولایتونو کې څه باندې ۸۰۰ زره کسان برخمن شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP