افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازولۍ اعلان کړی چې د هېواد د ۲۲ ولایتونو له ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو سره یې د ۱.۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د درملو او روغتیایي کېټونو مرسته کړې ده.