ژبه

نیمروز کې سلګونه کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف او ترلاسه شوي

<p style="text-align: justify;">زرنج (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۳ ): د نیمروز امنیتي مسوولینو د نږدې ۹۰۰ کیلوګرامه  نشه‌یي توکو د کشف او ضبطېدو خبر ورکړی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">د نیمروز امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار ګل‌محمد قدرت پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا اندازه نشه‌یي توکي د دغه ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د امنیتي منسوبینو له خوا کشف او ضبط شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه وایي: «تېره شپه د چهاربرجک ولسوالۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې امریت له خوا ۹۰۰ کیلوګرامه نشه‌یي توکي لکه ۲۰ کیلوګرامه تریاک، ۳۱ کیلوګرامه چرس، ۴۸ کیلوګرامه هیرویین او ۸۰۰ کیلوګرامه ښیښه د دې ولسوالۍ په طالب خان سیمه کې کشف او ضبط شوي دي.»</p>

<p style="text-align: justify;">نوموړي وویل چې د دې قضیې په تړاو څلور کسان نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.</p>