Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان کرکټ الف لوبډله په درې اړخیزو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه سبا له هانګ‌کانګ سره کوي

کابل (پژواک،۲۱ تله ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) د عمان او هانګ‌کانګ هېوادونو له لوبډلو سره په درې اړخیزو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه سبا له هانګ‌کانګ سره کوي.

د افغانستان کرکټ د الف (افغان ابدالیان)، عمان او هانګ‌کانګ لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه شل اوریزه لوبلړۍ نن په عمان کې پلیږي چې لومړۍ لوبه به یې د هانګ‌کانګ او عمان ترمنځ وشي.

دغه راز، په دغو سیالیو کې به افغان لوبډله خپله دویمه لوبه د اکتوبر په ۱۴مه له عمان سره وکړي.‎

د افغانستان کرکټ الف لوبډلې له یادو سیالیو مخکې له عمان لوبډلې سره دوې لوبې کړې چې یوه یې ګټلې او په بله کې یې ماتې خوړلې ده.

د یادولو ده چې د افغانستان کرکټ الف لوبډله به له یادو درې اړخیزو سیالیو وروسته په عمان کې د ترسره کېدونکي ایمرجېنګ جام سیالیو کې هم ګډون وکړي چې د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۸مه به پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.