هرات (پژواک) – هرات کې د معصومې محسني په نوم یوې ځوانې نجلۍ څلور کاله مخکې په کمه پانګه د مرخېړیو د تولید کاروبار پیل کړ؛ د هغې دغه کوچنی کاروبار اوس د ودې په حال کې دی او هڅه کوي د خپل تولید د پراختیا ترڅنګ، نورو ښځو او نجونو ته هم په دې برخه کې د روزنې او کار زمینه برابره کړي.
معصومې په پیل کې په محدودو امکاناتو او یوه کوچني ځای کې د مرخېړیو روزنه او تولید پیل کړ؛ هغه اوس د مرخېړیو د روزنې ترڅنګ غواړي اصلاحشوی تخم هم تولید کړي او هیله لري چې په راتلونکي کې خپل فعالیت پراخ او د مرخېړیو د تولید یوه فابریکه جوړه کړي.
معصومه وايي: «زموږ له مهمو او اساسي موخو څخه یوه دا ده چې په افغانستان کې د مرخېړیو د روزنې، پېر او پلور ترویج کړو؛ افغانستان د مرخېړیو په څېر د لوړ غذایي ارزښت لرونکو محصولاتو د تولید لپاره ډېر ظرفیت لري. له بلې خوا، دغه فعالیت کولای شي د خلکو لېوالتیا د ورته محصولاتو تولید ته زیاته کړي. مرخېړي د غذایي ګټو ترڅنګ له اقتصادي پلوه هم ارزښت لري او د کرنې په پیاوړتیا کې اغېزناک دي.»
هغه زیاتوي چې د مرخېړیو د تولید د پراختیا لپاره هڅې کوي، څو د محصول اندازه زیاته او په راتلونکي کې د یوه معیاري تولیدي مرکز یا فابریکې جوړولو زمینه برابره شي.
د مرخېړیو د روزنې پروسه
د مرخېړیو روزنه د کښت لپاره د مناسب بستر چمتو کولو او د ودې لپاره د اړینو شرایطو برابرولو ته اړتیا لري؛ په دې پروسه کې بوس لومړی چمتو او ضدعفوني کېږي، بیا د مرخېړیو له تخم سره ګډ او په کڅوړو کې اچول کېږي، وروسته د رطوبت، تودوخې او هوا د مناسب تنظیم له لارې د مرخېړیو د ودې لپاره شرایط برابرېږي.
معصومه وايي، که بوس په سمه توګه تعقیم او له اصلاح شوي تخم سره ګډ شي، نو مرخېړي له شاوخوا اتو تر ۲۵ ورځو پورې د راټولولو لپاره چمتو کېدای شي.
د نوموړې په وینا، د تولید اندازه د کڅوړې له وزن او اندازې سره تړاو لري؛ د بېلګې په توګه، له یوې لسکیلوګرامي کڅوړې شاوخوا دوه تر پنځه کیلوګرامه مرخېړي ترلاسه کېدای شي.
د تولید ترڅنګ د نجونو روزنه
د معصومې فعالیت یوازې د مرخېړیو تر تولید پورې محدود نه دی، بلکې یو شمېر نجونې هم ورسره د دغه محصول د روزنې او تولید برخو کې کار کوي. دغه روزنه هغوی ته فرصت برابروي چې د مرخېړیو د تولید له بېلابېلو پړاوونو سره بلدتیا پیدا کړي او په راتلونکي کې د یوه خپلواک کاروبار د پیل لپاره اړین مهارتونه ترلاسه کړي.
د دغه روزنیز پروګرام یوه ګډونواله ملکه حیدري وايي: «شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې د مرخېړیو روزنه یې پیل کړې ده او په دې موده کې د کښت د بستر له چمتو کولو او د رطوبت، تودوخې او هوا د جریان د تنظیم له څرنګوالي سره بلده شوې یم.»
بله زدهکوونکې معصومه مرادي وايي چې پخوا یې د مرخېړیو په اړه لږ معلومات لرل، خو اوس د دغه محصول د تولید د طریقې او غذایي ارزښت په اړه په ډېر څه پوهېږي.
دغو نجونو ته په عملي ډول د مرخېړیو روزنه نه یوازې د یوه نوي مهارت ترلاسه کولو فرصت برابروي، بلکې کولای شي په راتلونکي کې د کار او اقتصادي خپلواکۍ لپاره هم زمینه ورته برابره کړي.
د پلور بازار او د خلکو د پوهاوي اړتیا
د مرخېړیو د پلور او پېرېدونکو ته د محصول رسولو برخه کې د معصومې پلار هم ورسره همکاري کوي. هغه د محصول په معرفي کولو، د پېرېدونکو د فرمایشونو په ترلاسه کولو او هغوی ته د مرخېړیو په رسولو کې ونډه لري.
د دې کورنۍ په وینا، د مرخېړیو د پلور یوه ستونزه دا ده چې لا هم د خلکو یوه برخه له دغه محصول سره بشپړه بلدتیا نه لري. له همدې امله، د خلکو د پوهاوي لوړول او د بازار پراخول د دغه کاروبار د ودې لپاره مهم ګڼل کېږي.
د معصومې پلار اسحاقعلي محسني وايي: «تر اوسه خلک له مرخېړیو سره چندان بلد نه دي، خو په ټوله کې زموږ پلور ښه دی؛ موږ حضوري پلور او انلاین فرمایشونه لرو او د مرخېړیو کڅوړې پېرېدونکو ته رسوو.»
هغه هیله لري چې د مرخېړیو په اړه د خلکو د پوهاوي په زیاتېدو او د محصول په ښه معرفي کولو سره به د پېرېدونکو شمېر لوړ شي او په ډېرو کورنیو کې به د مرخېړیو د مصرف دود پراخ شي.
د مرخېړیو لپاره د پلور د بازار پراختیا او د خلکو د پوهاوي لوړول کولای شي د دغه تولیدي فعالیت پر راتلونکي اغېز وکړي او د تولید زیاتېدو لپاره زمینه برابره کړي.
د ښځو کارموندنه او د اقتصادي فعالیتونو پراختیا
د اقتصادي چارو کارپوه محمدرفیق شهیر وايي، هغه ښځې چې پوهه او مسلکي مهارتونه لري، کولای شي د خپل کاروبار په پیلولو سره نورو ښځو او نجونو ته هم د کار او زدهکړې فرصتونه برابر کړي.
د نوموړي په وینا، دغه ښځې کولای شي نورې ښځې او نجونې د همکارانو یا شاګردانو په توګه جذب او خپلې تجربې او مهارتونه ورسره شریک کړي. د دغه بهیر دوام نه یوازې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا، بلکې د نوو ښځینه کارموندونکو او سوداګرو د روزنې لپاره هم زمینه برابروي.
شهیر زیاتوي چې په دې توګه، روزل شوې ښځې هم په راتلونکي کې د خپلو مهارتونو په کارولو سره خپلواک کاروبارونه پیلولای او د کورنیو په اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه اخیستلای شي.
په دغه راپور کې مو هڅه وکړه چې د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست نظر هم واخلو، خو له دغه ریاست سره په اړیکه نیولو بریالي نه شوو.