کابل، بامیان (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۳): امنیتي سرچینې وايي چې په کابل، ننګرهار او بامیان ولایتونو کې د تقلبي ګاڼو د پلور او جعلي پیسو د لېږد په تور یوولس کسان نیول شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ په یوه ویډیويي پیغام کې د کابل ښار ۱۷مې امنیتي حوزې د امر مولوي بشیراحمد مجاهد له قوله ویلي چې پولیسو هېواد ته له پاکستانه د جعلي پیسو د رالېږد او د تقلبي ګاڼو د پلور په تور یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.
نوموړی زیاتوي: «د کابل ښار د ۱۷مې حوزې مربوطاتو کې مو درې کسان ونیول، قضیه پراخه شوه او د یادې ډلې درې نور غړي مو د ننګرهار له امنیې قوماندانۍ سره په همغږئ د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې ونیول؛ ټول مو حوزې ته ولېږدول او د پروسې له بشپړېدو وروسته د جنایي جرمونو ریاست ته وسپارل شول.»
بلخوا، د بامیان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون په دغه ولایت کې یوه پنځهکسیزه ډله چې په سازمان شوي ډول یې تقلبي توکي پر خلکو پلورل، نیول شوې ده.
د هغه په خبره، یاد پنځه کسان د «سیماب» په ګډون د تقلبي ګاڼو د تولید او پلور په تور نیول شوي او تورن کسان د لومړنیو څېړنو په موخه د ولایت امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP