کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د نیمروز ولایت اړوند د ابرېشم پله بندر کې یې د یو کیلو او ۸۶۶ ګرامه سرو زرو د قاچاق مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سره زر یوه موټرچلوونکي په خپل موتر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې ایران ته یې قاچاق کړي.
هغه زیاتوي، یاد کس تېره ورځ د سرحدي پولیسو له لوري د ابریشم پله بندر کې نیول شوی دی.
د ده په وینا، یاد کس به له لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP