مزارشریف (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یو اووه کلن ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
د بلخ امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «تېره ورځ د مزارشریف ښار د اتمې حوزې په مربوطاتو کې یو اووه کلن ماشوم امیر الیاس د عبادالله زوی تښتول شوی و.»
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه هلک نن له غرمې مخکې یوولس بجې د ولایتي قطعې او امنیه قوماندانۍ د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د یوولسمې حوزې په مربوطاتو د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې تړاو شپږ تورن کسان هم نیول شوي چې درې کسه یې شکمن او درې نور یې مجرمین دي چې پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP