Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ترکي سیاستوال فتح‌الله ګولن امریکا کې د ۸۳ کلونو په عمر ومړ

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۳): نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی چې ترکي سیاستوال فتح‌الله ګولن د امریکا د پېنسلوانیا ایالت په روغتون کې د زړه حملې له امله مړی شوی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، د «ګولن» خوځښت مشر فتح‌الله ګولن چې له ۱۹۹۹ زېږدیز کال راهیسې په پېنسلوانیا کې په جلاوطنۍ کې اوسېده، تېره ورځ د ۸۳ کلونو په عمر مړ شوی دی.

سرچینې د «هرکول»، ویب پاڼې په نقل راپور ورکړی چې ګولن د یکشنبې په ماښام په روغتون کې مړ شوی دی.

د راپورونو له مخې، ګولن د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د سياستونو مخالف او ناراضي ترک او په ترکيه کې د ۲۰۱۶ کال کودتاه کې پر لاس لرلو تورن و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.