ژبه

پوتین له اوکراین او امریکا سره د سولې درې‌اړخیزه خبرو پر بیا پیل هوکړه کړې

پژواک

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۰:۲۰

۰ کتنې

کابل (پژواک)  – کرملېن وایي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره د امریکا په منځګړیتوب د سولې خبرو پر بیا پیل هوکړه کړې او ښایي دغه خبرې د راتلونکې نومبر میاشتې له ۱۰مې نېټې وروسته پیل شي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې پوتین دغه هوکړه د چهارشنبې په ورځ د روسیې په سن‌پترزبورګ ښار کې د امریکا له ځانګړي استازي سټیو ویټکاف سره تر نږدې درې ساعته لیدنې وروسته کړې ده.

د کرملین په وینا، د سولې نوې درې‌اړخیزې خبرې ښايي په تخنیکي کچه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. په دغو خبرو کې به له جګړې وروسته د روسیې او اوکراین د امنیت د تضمین پر لارو چارو بحث وشي.

د راپور له مخې، د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د احتمالي هوکړې پر شرایطو لا هم ژور اختلافونه شته. د روسیې ولسمشر تر اوسه د جګړې په اړه د خپلو اساسي غوښتنو د بدلولو څرګندې نښې نه دي ښودلې؛ په دغو غوښتنو کې د اوکراین د دونېڅک سیمې بشپړ کنټرول او په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب مخنیوی شامل دي.

سرچینې لیکلي، د ویټکاف او پوتین په لیدنه کې د ایران په اړه هم خبرې شوې دي. پوتین ویلي چې روسیه له ایران سره د څو لسیزو اړیکې لري او کولای شي له دغو اړیکو څخه د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا د اندېښنو د حل لپاره کار واخلي.

په ورته وخت کې، د روسیې، امریکا او چین د مشرانو د احتمالي درې‌اړخیزې لیدنې موضوع هم مطرح شوې ده. د کرملین په وینا، ښایي دغه لیدنه راتلونکې میاشت په چین کې د پوتین، ډونالډ ټرمپ او شي جین‌پینګ په ګډون ترسره شي.

د رویټرز د راپور له مخې، پوتین او ویټکاف د احتمالي سولې هوکړې په اړه د بېلابېلو وړاندیزونو او ګډو اقتصادي پروژو په اړه هم خبرې کړې دي.

ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ ویلي وو چې اوکراین باید جګړه پای ته ورسوي، که نه له «ډېر بد حالت» سره به مخ شي.