ژبه

سعودي عربستان: پنځه بې‌پیلوټه الوتکې مو شنډې او له منځه وړې دي

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۳:۴۴

۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۵): د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ایتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي چې د دغه هېواد پر لور روانې پنځه بې‌پیلوټه الوتکې یې د مدینې منورې او ختیځې سیمې په اړوندو برخو کې شنډې او له منځه وړې دي.

المالکي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د سعودي عربستان پر لور روانې څلور بې‌پیلوټه الوتکې شنډې او له منځه وړل شوې دي.

هغه زیاته کړې چې د دغو الوتکو د شنډولو عملیات د مدینې منورې او د سعودي عربستان په ختیځه سیمه کې ترسره شوي دي.

ده وروسته په یوه بل پوسټ کې ویلي چې د ختیځې سیمې پر لور روانه یوه بله بې‌پیلوټه الوتکه هم شنډه او له منځه وړل شوې ده.

المالکي په دې اړه جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

بلخوا، د بریتانیا حکومت پرون اعلان وکړ چې د حوثیانو د توغندیزو او ډرون بریدونو د زیاتوالي له امله د سعودي عربستان د دفاع لپاره په دغه هېواد کې د خپل شاهي هوايي ځواک جنګي الوتکې ځای پر ځای کوي.

په ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون (سې‌شنبه) د عراق له «الاخباریه» ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې نه سعودي عربستان او نه هم حوثیانو د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران د منځګړیتوب وړاندیز ته ځواب ورکړی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، عراقچي ویلي چې د روانې میاشتې په پیل کې یې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل وړاندیز کړی و، خو تر اوسه یې له هېڅ لوري ځواب نه دی ترلاسه کړی.

هغه د حوثیانو پر ضد د مصر د احتمالي پوځي مداخلې په اړه ویلي چې هر ډول بهرنۍ لاسوهنه به وضعیت نور هم پېچلی کړي.

مصر بیا ویلي چې د سعودي عربستان د امنیت او دفاع ملاتړ ته چمتو دی، خو د حوثیانو پر ضد د احتمالي پوځي عملیاتو په اړه د دغه هېواد په پارلمان کې رایه‌اچونه د اکتوبر تر ۲۶مې ځنډول شوې ده.