Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د قوت‌الرمي ملي فدراسیون پنځه ورزشکاران ازبکستان ته ولاړل

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د المپيک، بدني روزنې او سپورت کمېټې عمومي ریاست وايي، د هېواد د قوت‌الرمي ملي فدراسیون پنځه ورزشکاران د دې څانګې نړۍوالو سياليو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللي دي.

د افغانستان د المپيک، بدني روزنې او سپورت کمېټې عمومي ریاست پرون (پنج‌شنبه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې په دې لوبډله کې پنځه ورزشکاران، يو روزونکى او يو پلاوی شامل دي.

سرچينې زياته کړې چې دغه سيالۍ به د روان ميلادي کال د نوامبر له دويمې تر شپږمې د ازبکستان په تاشکند ښار کې د ١٤ هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ په ١١ ورزشي برخو کې ترسره شي.

سرچینې لیکلي: افغان ورزشکاران د دغو سیالیو د ګټلو لپاره له پوره چمتووالي او هوډ سره دغه هېواد ته تللي دي.

د یادولو ده، قوت‌الرمي یا د ځان د دفاع سپورت د کراتې، سوک‌وهنې او جوجیتسو له ورزشونو دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.