کابل (پژواک، ۱۶ ثور ۱۴۰۵): د افغانستان د بشري حقونو سازمان وایي، د پاکستان د بریدونو د قربانیانو لپاره یې د عدالتغوښتنې هڅې پیل کړې او له افغانانو غواړي چې د دغو بریدونو په اړه خپل شکایتونه د ځانګړي لېنک له لارې د جرمونو نړۍوالې محکمې له څارنوالۍ سره ثبت کړي.
د راپورونو له مخې، په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو د پاکستان د پوځي رژیم په راکټي او هوایي بریدونو کې شاوخوا ۷۷۰ ملکي وګړي شهیدان او شاوخوا ۷۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د یادو بریدونو تر ټولو خونړی د کب په ۲۵مه شپه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د روږدو درملنې پر یوه مرکز و چې له امله یې څه باندې ۴۰۰ کسان شهیدان او ۲۵۰ نور ټپيان شول.
په افغانستان کې د بشري حقونو سازمان مشر لعلګل لعل نن (د غویي ۱۶مه) پژواک ته وویل چې دوی په دې اړه د عدالتغوښتنې یوه لړۍ پیل کړې او موخه یې دا ده چې د افغانانو غږ تر نړۍوالو ورسېږي.
هغه زیاته کړه، د پاکستان دغه ډول کړنې د نړۍوال بشري قوانینو او حقوقو له اصولو سره په ټکر کې دي او د بشریت ضد او جنګي جرمونو په کټګورۍ کې راځي.
هغه زیاته کړه: «د دغو ظالمانه بریدونو پر وړاندې باید غلي پاتې نه شو، موږ باید د عامو خلکو مظلومیت مستند کړو، څو نړۍوالې ټولنې ته ورسېږي او د دغه ظالم پر وړاندې په نړۍواله عدلي او قضایي قوه کې پر دوی اقامه د دعوې وکړو.»
دی وایي چې پاکستان ان د افغانستان د تېر حکومت پر مهال هم پر افغانستان بریدونه کول او په وروستیو کې یې دغه بریدونه زیات شوي دي.
لعلګل وایي، کله چې پاکستان په کابل کې د روږدو درملنې پر روغتون برید وکړ، دوی له بېلابېلو نړۍوالو ادارو غوښتنه وکړه څو د دغو بریدونو په اړه غلي پاتې نه شي، ویې غندي او له پاکستانه وغواړي چې د نړۍوالو اصولو په رڼا کې ځواب ورکړي.
هغه وویل، وروسته له هغه د جرمونو نړۍوال محکمې څارنوالۍ د ایمېل له لارې له یاد سازمانه وغوښتل چې د یوه لېنک (https://otplink.icc-cpi.int/) له لارې د ملکي خلکو غږ له دوی سره شریک کړي.
لعل د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو د قربانیانو له کورنیو، شاهدانو، مدني ټولنو، اړوندو اشخاصو او ادارو وغوښتل چې په دې اړه شکایتونه ثبت وکړي.
د ده په خبره، د جرمونو نړۍوالې محکمې د څارنوالۍ دفتر له اصولو سره سم، هر وګړی، ډله یا اداره حق لري چې د دغو جرمونو په اړه معلومات وړاندې او ثبت کړي.
هغه زیاتوي: «د قربانیانو غږ د عدالت د تأمین بنسټ جوړوي، د مستندو معلوماتو وړاندې کول کولی شي د حقیقتموندنې، حساب ورکونې او د نړۍوال عدالت د بهیر په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي چې په پایله کې به د جنګ د قربانیانو په حق کې عدالت تأمین شي، عاملین به محاکمه شي او قربانیانو ته به د خسارې جبران ورکړل شي.»
د ده په خبره، د شکایتونو له ثبتېدو وروسته یاده محکمه نور پړاوونه لري او وروسته به پرېکړه کوي.