کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د بلوچستان په مرکز کوېټه ښار کې د اورګاډي یوه تمځای کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې یاده چاودنه نن (شنبه، د لړم ۱۹مه) د تمځای دننه هغه مهال شوې چې یو اورګاډی پېښور ته د حرکت په حال کې و.
د راپورونو له مخې، یو شمېر پاکستاني پوځیان چې اورګاډي ته منتظر وو، په نښه شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی او په اړه یې ډېر جزئیات خپاره شوي نه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP