Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا په یوه پوهنتون کې د ډزو له امله یو تن وژل شوی او ۱۶ نور ټپيان شوي

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د امریکا د الاباما ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له امله یو تن وژل شوی او ۱۶ نور ټپيان شوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا الاباما ایالت په «توسکیگي» پوهنتون کې یو تن د یک‌شنبې په سهار پر ځينو کسانو ډزې کړې دي چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې دا ډزې داسې مهال شوې چې په یاد پوهنتون کې د «هوم کمینګ ویک» یا «د کورته ستنېدو اونۍ» په نوم د یوې اونۍ ۱۰۰م جشن د پای مراسم وو.

سرچينه زیاتوي، د الاباما پولیسو ویلي، دوی په دې تور یو پنځه‌ویشت کلن کس چې «جاکویز میریک نومیږي» نیولی چې د ډزو له صحنې څخه د وتلو په حال کې و.

پولیسو ویلي، وژل شوی ۱۸ کلن کس د یاد پوهنتون محصل نه و، خو په ټپیانو کې ځیني کسان د یاد پوهنتون محصلین دي.

په راپور کې راغلي، د برید انګېزه لا روښانه نه ‌‌‌ده او دا هم نه‌ده څرګنده چې بریدکوونکی د دغه پوهنتون محصل دی او که نه، خو په امریکا کې په ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو کې د ډزو دغه ډول پیښې نوې نه‌ دي.

د راپورونو له مخې، څه باندې یو کال مخکې هم د یاد پوهنتون په لیليه کې پر محصلینو ډزې شوې وې چې په کې څلور کسان ټپیان شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.