کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۳): د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مسکو او کییف د جګړې په اړه ټیلېفوي خبرې کړې او په اوکراین کې یې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د واشنګټنپوسټ د راپور له مخې، ټرمپ پوتین ته توصیه کړې څو په اوکراین کې د جګړې له پراخولو ډډه وکړي او هغه ته یې یادونه کړې چې متحده ایالات «په اروپا کې د پام وړ پوځي حضور» لري.
دغه راز، ټرمپ په دغو خبرو کې «په نږدې راتلونکي کې د اوکراین جګړې د حل» لپاره د لا ډېرو خبرو اترو ترسره کولو لېوالتیا ښودلې ده.
دا د امریکا د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د نړۍ د یوه هېواد له مشر سره د ډونالډ ټرمپ لومړۍ خبرې دي.
ټرمپ له دې مخکې د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ویلي وو چې کولای شي د اوکراین جګړه په یوه ورځ کې پای ته ورسوي، خو د څرنګوالي په اړه یې څه نه وو ویلي.
بلخوا، کرملین اعلان کړی چې ولادیمیر پوتین د اوکراین په تړاو له ټرمپ سره خبرو اترو ته چمتو دی، خو دا په دې معنا نه ده چې د مسکو غوښتنې به بدلې کړي.
د روسیې ولسمشر له دې مخکې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل شرطونه اعلان کړي چې د ناټو له غړیتوبه د اوکرایین وتل او د روسیې له خوا له نیول شوو څلورو سیمو د اوکرایني ځواکونو د وتلو شرطونه هم پهکې شامل دي.
خو اوکراین دغه شرطونه رد کړي او ویلي یې دي چې دغه کار د تسلیمېدو په معنا دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي هم د خپلې «بریا» طرحه وړاندې کړې چې ډېره برخه یې له لوېدیځه د پوځي ملاتړ غوښتنه ده.
له پوتین سره د ټرمپ ټیلېفوني خبرې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د ټرمپ ستر سیاسي سلاکار برایان لانزا بیبيسي ته وویل چې اوکراین باید د «بریالیتوب د تصور» پر ځای سولې ته پر رسېدو تمرکز وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP