کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له ملګرو ملتونو غوښتي څو هڅه وکړي چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړل شي.

دغه څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د « (COP-29) نړۍوال اقلیمي کنفرانس او د افغانستان د خلکو غږ» په نوم جوړې شوې غونډه کې وکړې.

په یاده غونډه کې چې نن د پیاوړتیا لوړولو، چاپیریال ساتنې او بشري مرستو موسسې له لوري جوړه شوه وه، حکومتي مسوولینو، د داخلي او بهرنیو موسسو او د ملګرو ملتونو استازو، علماوو، ځوانانو، ماشومانو او ښځو ګډون کړې و.

په دغه غونډ کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرسیتال شیرمحمد عباس ستانکزي وویل: «په ملګرو ملتونو باندې غږ کوم چې په هره برخه کې د افغانستان خلکو ته لاس ورکړي، همکارۍ وکړې او د محیط زیست او چاپیریال ساتنې په ارتباط باندې هم کوټلي ګامونه واخلي او کوښښ وکړي چې د افغانستان څوکۍ افغانستان ته ورکړل شي او په دې ارتباط باندې که مرستې کیږي نو افغانستان ته باید ورسېږي تر څو د ژوند د بهبود لپاره ترې کار واخیستل شي.»

هغه زیاته کړه، د غربي، شرقي، کاونډویو هېوادونو او په ځانګړي توګه له ملګرو ملتونو غواړو چې د افغانستان له حکومت سره دې د چاپیریال ساتنې برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي وویل: «اسلامي امارت غواړي له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه د منطقې له هېوادونو سره، لکه غټو قدرتونو د چین سره، روسیې سره، او امریکا سره ښې او دوستانه اړیکې ولري، تاسو به اورېدلی وي، همیشه موږ ویلي دي چې افغانستان نه غواړي نور له هېوادونو سره په تقابل کې و اوسي او په دښمنې کې و اوسي، جنګ ختم شوی، موږ نن په افغانستان کې سوله غواړو، امنیت غواړو او د خپل هېواد لپاره کار کول غواړو.»

هغه دغهراز له نړۍوالو وغوښتل چې د اسلامي امارت غوښتنې ورسره ومني.

ستانکزي زیاته کړه: «په دې کې له جهانیانو، له غربي نړۍ، له امریکا څخه دا توقع لرو چې زمونږ دې اواز ته زموږ دې پیشنهاد ته لبیک ووایي او راوړاندې دې شي د دوستۍ په چوکاټ کې د افغانستان له خلکو سره دې مرستې وکړي په ځانګړې توګه د چاپیریال ساتنې په برخه کې.»

هغه د ازربایجان اقلیمي کنفرانس ته په اشارې وویل، هیله لري چې په راتلونکو غونډو کې افغانستان ته ونډه ورکړل شي څو دې برخه کې خپل غږ په اسانۍ سره ورسوي.

د هغه په خبره، د چاپیریال په ککړتیا کې د افغانستان ونډه کمه خو له دې امله زیات متضرر شوی دی او د دې لامل تېرو څلورو لسیزو جګړو کې دلته د بېلابېلو وسلو کارول دي.

همدارنګه په دې غونډه کې د پیاوړتیا لوړولو، چاپیریال ساتنې او د بشري مرستو موسسې مرستیال عزتالله صدیقي وویل چې د نننۍ غونډې جوړولو موخه د افغانستان لپاره د مالي او تخنیکي مرستو جذب او د دولتي ادارو او موسسو ترمنځ همکارۍ ته زمینه برابرول دي.

د یادونې ده، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون نړۍوال کنفرانس (COP-29) نن د اذربایجان پلازمېنه باکو کې پیل شو چې له افغانستان څخه هم پهکې یوه پلاوي ګډون کړی دی.