منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

لوګر کې يو قومي مشر وژل شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴۶ کتنې · تازه شوی

پل‌علم (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۵): د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژل شوی او د پېښې په تړاو درې شکمن کسان نیول شوي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک ته وویل چې دغه پېښه پرون هغه مهال شوې چې حاجي ببرک احمدزي د محمداغې ولسوالۍ په برک سیمه کې په خپله کرونده کې کار کاوه.

د هغه په خبره، له پېښې وروسته د محمداغې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ منسوبین د پېښې ځای ته تللي او د موضوع په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

انس زیاته کړه چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پېښې په تړاو درې شکمن کسان نیول شوي او یوه تومانچه هم ترې ترلاسه شوې ده.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د جزئیاتو له بشپړېدو وروسته به نور معلومات شریک شي.