کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۳): د ماشومانو د ساتنې سازمان ویلي چې هر کال په نړۍ کې ۴،۹ میلیونه ماشومان د مخنیويوړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دغه سازمان پرخپله اېکسپاڼه خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلونونه، جګړې او نړۍ کې بېړنۍ روغتیایي وضعیت د ماشومانو ژوند ګواښي.
د ماشومانو د ساتنې سازمان ویلي: «اوس د عمل وخت دی، نه د خبرو. هر ماشوم د دې وړ دی چې له پنځه کلنۍ ورهاخوا ژوند او وده وکړي.»
ورته مهال، دغه سازمان له هېوادونو غوښتي څو د ماشومانو د ښه وضعیت لپاره اقدام وکړي.
د ماشومانو د ساتنې سازمان په داسې حال کې د ماشومانو له وضعیته اندېښنه ښیي چې په ډېرو جګړهځپلو سیمو کې میلیونونه ماشومان له جدي ګواښونو لکه تاوتریخوالي، خوارځواکي، روغتیايي خدماتو او زدهکړې ته له نه لاسرسي سره مخ دي.