کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د کرنې وزارت د مالدارۍ او کرنې مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له رییس سره لیدنه کې ویلي، د دې وخت رارسېدلی چې دغه سازمان په افغانستان کې د بېړنیو پروژو سربېره، لویې پرمختیايي پروژې هم پلې کړي.
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن (دوشنبه، د لړم ۲۸) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېفاېاو) له مشر رچارډ ترینچارډ سره لیدنه کې د پرمختیایي پروژو پر اهمیت ټینګار وکړ.
سرچينې د دغه وزارت د مرستيال په حواله ليکلي: «اوس د دې وخت رارسېدلى چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د بېړنيو پروژو ترڅنګ، لويې پرمختيايي پروژې هم پلې کړي، ځکه چې بېړنۍ پروژې لنډمهاله دي.»
هغه دغهراز ټینګار وکړ چې د کرنې پر مهال باید کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ووېشل وشي او د هغو کسانو لپاره چې ځمکې او د کښت شرایط لري، دغه مرستې باید په پام کې ونیول شي.
سرچينې ليکي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس ريچارډ ترنچارډ د دغه سازمان اصلي موخه له افغان کروندګرو او خلکو سره مرسته وبلله او زياته يې کړه چې هوډ لري راتلونکی کال په افغانستان کې ٤٢ سلنه پرمختيايي پروژې پلې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP