Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ازبکستان نوي سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته خپل باورلیک وړاندې کړ

د ازبکستان نوي سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته خپل باورلیک وړاندې کړ

author avatar
20 Nov 2024 - 14:41
د ازبکستان نوي سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته خپل باورلیک وړاندې کړ
author avatar
20 Nov 2024 - 14:41

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ازبکستان نوي ګومارل شوي سفیر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو برخه کې دې عملي ګامونه پورته شي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نن په کابل کې د ازبکستان نوي ګومارل شوي سفیر ایبک عثمانوف د خپل باورلیک کاپي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته وړاندې کړه.

سرچینې زیاته کړې، په سر کې مولوي امیرخان متقي د ازبکستان نوي سفیر ته هرکلی ووایه او ډاډ یې ورکړ چې د بهرنیو چارو وزارت به ورسره په اړوندو چارو کې بشپړه همکاري کوي.

سرچینې ویلي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو په پلازمېنو کې د افغانستان او اوزبکستان د فعالو سفارتونه  دوو اړخیزو اړیکو کې د پرمختګ ښه نښه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو ګډو اقتصادي پروژو برخه کې باید عملي ګامونه پورته شي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده لیدنه کې ایبک عثمانوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو فضاء ښه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د خپل ماموریت په دوره کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هلې ځلې کوي.

د ازبکستان نوي سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه د پلاوو تبادله د نږدې اړیکو د بېلګي په توګه یاده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ایبک عثمانوف د روانې لړم میاشتې په اوومه کابل ته راغلی چې له ده مخکې یادګار خوجه شادمانوف له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۴ کال پورې په کابل کې د ازبکستان سفیر و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.