Language

پنجشېر کې یو ځوان وژل شوی

پاراخ (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په درې ولسوالۍ کې یو ځوان د یوه بل کس له لوري وژل شوی او پر قتل تورن کس نیول شوی دی.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه نن سهار د درې ولسوالۍ په پسګران کلي کې شوې ده.

ملک‌زاد وویل، تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی څرګند او مقتول له تورن کس سره له لفظي شخړې وروسته وژل شوی دی.