Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپل کې یو شمېر بزګران د کوکنار د بدیل کښت غوښتنه کوي

سرپل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۳): سرپل کې یو شمېر بزګران د حکومت له لوري د کوکنار پر کښت بندیز ته په اشاره د بدیل کښت غوښتنه کوي خو د کرنې ریاست وايي، د کرنې سیستم ښه‌والي په موخه یې ښې برنامې ورمعرفي کړې دي.

د سرپل د سیداباد ولسوالۍ یو بزګر عبدالحی وايي، درې کاله کېږي چې د حکومت په امر یې د کوکنارو کښت بند کړی خو اوس هیله لري چې حکومت ورته یو بل داسې مناسب بدیل معرفي کړي چې ګټور وي او دوامداره بازار ولري.

هغه زیاته کړه: «د کوکنارو کښت غیرقانونی دی او د انسان روغتیا له خطر سره مخ کوي، د کښت پر بندیز یې خوښ یم خو له سرپرست حکومته غواړم چې کروندګرو ته د کوکنارو داسې بدیل کښت معرفي کړي چې دوامداره بازار ولري او د کرونګرو په ګټه وي.»

نوموړي څرګنده کړه، که څه هم د انجې او پیازو په څېر محصولات کولای شي چې د کوکنارو د کښت ځای‌ناستي شي خو بازار یې ثابت نه دی او د بیو تغییر یې کروندګر زیانمنوي.

د حسن په نوم د سرپل د سیداباد ولسوالۍ یوه بزګر وویل: «کروندګر د کرنې له لارې ډوډۍ پیدا کوي، د کافي اوبو نشتوالی او د کود او درملو لوړو بیو هغوی اړ کړي داسې کښتونو ته مخه کړي چې مصرف یې کم وي، کوکنار هم له همدغو کښتونو یو دی خو اوس یې پر کښت بندیز لګول شوی دی.»

هغه د داسې بدیل کښت غوښتنه وکړه چې په نړۍوالو بازارونو کې ځای ولري او د کروندګرو ګټه تضمین کړي.

د سرپل یو بل بزګر ابراهیم شته ستونزو ته په اشاره وویل، وچکالي، د مناسب بازار نشتون او د ملاتړو تګلارو ضعف د دغه ولایت د کروندګرو له اصلي ستونزو دي او که حکومت کروندګرو ته ټولیز پروګرامونه وړاندې کړي، کروندګر د هېواد له اقتصاد سره مرسته کولای شي.

هغه زیاته کړه: «له حکومته غواړو چې ځمک‌والو ته د کوکنارو د کښت بدیل په موخه د کرنې ټولیز پروګرام معرفي کړي.»

ورته مهال، د سرپل کرنې ریاست د کرنې چارو امر داملا شریف‌الله وویل، دغه ریاست په تېرو درېیو کلونو کې د اصلاح شوو تخمونو او د انجې کرنې تګلارو برخه کې کروندګرو ته زده‌کړې ورکړې او هغوی ته یې د غنمو سمپلونه وېشلي دي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د کروندګرو له ستونزو خبر دی او کال په کال به یې ستونزې کمې شي او د کرنې وزارت څو څو ځلې له کروندګرو سره د کرنې د سیستم ښه کېدو برخه کې ژمنه کړې او دا چاره به عملي کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.