Language

کابل ښار کې د بلوط او ارچې لرګیو بیې ټیټې شوې دي

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۳): کابل کې د لرګیو پلورونکي وايي، حکومت سوداګرو ته اجازه ورکړې چې له نورو ولایتونو څخه کابل ته د سون لرګي وارد کړي چې له امله یې اوس په بازار کې د ارچې او بلوط لرګیو بیې ټیټې شوې دي.

په داسې حال کې چې اسلامي امارت له تېر څه باندې یو کال راهیسې کابل ښار ته له نورو ولایتونو څخه د ارچې او بلوط لرګیو په واردولو بندیز لګولی و، ورسره سم په بازارونو کې د لرګیو بیې هم لوړې شوې وې.

اوس د کابل ښار اوسېدونکي خوښ دي چې یو ځل بیا د ژمي په را رسېدو سره ښار ته د دغو لرګیو واردات پیل شوي او بیې یې هم ټيټې شوې دي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي هېواد ځاځي چې د لرګیو پېرلو په موخه ښار ته راغلی و، وویل، د کور د ګرمولو لپاره له بلوط او ارچې لرګیو ګټه اخلي.

هغه وویل: «یوه اونۍ مخکې لرګي په بازار کې ډېر لوړ وو، خوشبخاته اوس د لرګیو بیې بېرته کمې شوې دي.»

هغه غوښتنه کوي چې حکومت دې لارې خلاصې کړي او د لرګیو واردولو ته دې اجازه وکړي چې بیې نورې هم ټیټې شي او خلک یې په ارزانه بیه وپېري.

دغه راز، د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي شجاع‌الدین وویل، اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی او تر اوسه یې ژمي کې د کورو ګرمولو لپاره لرګي نه دي اخیستي او منتظر دی چې نرخونه یې نور هم ټیټ شي.

هغه وویل: «لرګي ارزانه شوي، شکر کوم، په قیمتونو کې یې یو څه تفاوت راغلی دی او ډېر خوشحاله یم چې نور ارزانه شي زه یې هم اخلم.»

د کابل ښار د اتمې ناحیې اوسېدونکي ګل‌محمد وویل: «نن راغلی یم ۴۰ منه لرګي مې واخیستل، اقتصادي وضعیت مې ښه نه دی او پیسې مې له بل چا څخه قرض کړې دي، که دا لرګي ښار ته ډېر راشي، ان‌شاءالله نور به هم ارزانه شي.»

په همدې حال کې د لرګیو پلورونکي وايي، له تېرې یوې اونۍ راهیسې حکومت هغو سوداګرو ته کابل ښار ته د لرګیو د واردولو اجازه ورکړې چې له پکتیا، خوست، پکتیکا، ننګرهار او لغمان ولایتونو څخه یې کابل ته د بلتو او ارچې لرګي واردوي.

د لرګیو او ډبرو سکرو یوه پلورونکي سیدمقیم کلکاني وویل، لارې خلاصې شوې او د تېرې اونۍ په پرتله د لرګیو بیې هم ټیټې شوې دي.

هغه وویل: «اوس یو خروار (۸۰ منه) بلوط لرګي موږ په لس زره افغانۍ پلورو، مخکې یې بیه له ۱۳ زره څخه تر ۱۴ زره افغانیو پورې وه. ارچه لرګي یو خروار (۸۰ منه) اوس په ۱۲ زره افغانۍ پلورو، خو مخکې په ۱۶ زره افغانۍ پلورل کېدل.»

هغه زیاته کړه، د چاپېریال ساتنې ادارې او کرنې وزارت له لوري د ځنګلونو وهل او د لرګیو کاروبار درول شوی و چې بازار کې ورسره د لرګیو بیې هم لوړې شوې وې.

نوموړي وویل، اوس د حکومت له لوري سوداګرو ته اجازه ورکړل شوې چې کابل ښار ته لرګي را وارد کړي او زیاتوي چې بیې یې هم ټيټې شوې دي.

د هغه په خبره، کابل ښار کې د توت، چهارمغز او نورو مثمر ونو لرګي له شپږ زره افغانیو څخه نیولې تر پنځه نیم زره افغانیو پورې پلورل کېږي خو خلک یې د سوځېدو لپاره نه خوښوي.

کابل ښار کې د لرګیو بل پلورونکي هارون وویل، د بادام او چهارمغز لرګي له شپږ زره افغانیو څخه تر شپږنیم زره افغانیو پورې پلورل کېږي خو چې د بلوط او ارچې لرګي وي د بادام، زردالو او چهارمغز لرګي څوک نه پېري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.