مهترلام (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۳): د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند د ساو درې زرګونه کورنۍ لا هم مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي خو مسوولین وايي، لومړۍ سروې یې ترسره کړې او ژر به ورته خدمات پیل شي.
د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند د ساو درې د مندهپال سیمې اوسېدونکي ملک افضلخان فضلي وویل، دوی لا هم د مخابراتي شبکو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د نوموړي په وینا، دوی په مکرر ډول خپلې ستونزې د ولایتي ادارې له مسوولینو سره شریکې کړې خو تر دا مهاله یې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.
بلخوا، د یادې درې د بایلم سیمې قومي مشر ملک خانجان وویل، دوی د یوې ټیلفوني اړیکې لپاره یو ساعت پیاده مزل کوي او د یوه لوړ غره سر ته پورته کېږي.
هغه وايي، دوی خپله دا ستونزه له دې مخکې هم له پژواک خبري اژانس سره شریکه کړې وه خو مسوولینو تراوسه په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.
دغه راز، د ساور درې د خوجيکلا سیمې قومي مشر ملک سرباز وویل: «موږ په ساو دره کې ۱۰ لوی او واړه کلي لرو چې عبارت دې له میرګل کلا، قلعهټکه، ساميکلا، خوجيکلا، مندهپال، شکموش علیاء، شکموش سفلا، کونټاګل کلا، سیتن کلا او بایلم کلا چې کابو ۱۰ زره کورنۍ پهکې ژوند کوي خو په ټوله دره کې هیڅ انتن نشته.»
ورته مهال، سیمهییز مسوولین هم د ساو درې د اوسېدونکو د مخابراتي خدماتو د نشتون ستونزه مني خو یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکې کې به حل شي.
د یاد ولایت د مخابراتو رییس مولوي عزیزالله حقاني پژواک ته وویل، د دوی د غوښتنې پر اساس د مخابراتو وزارت د اترا ادارې د TDF پراختیایي بودجې په مرسته دغه ولایت لپاره د سلام مخابراتي شبکې ۱۰ سایټونه منظور شوي دي.
هغه وویل، د دوی له لوري د ساو درې په ګډون د ټولو هغو سیمو چې مخابراتي خدماتو ته اړتیا لري، لومړنۍ سروې بشپړه شوې چې په نږدې راتلونکې کې به یې ساختماني او تخنیکي چارې عملآ پیل شي.
د یادونې ده چې اووه میاشتې مخکې هم پژواک خبري اژانس د ساو درې د اوسېدونکو یاده ستونزه راپور او له مسوولینو سره شریکه کړې وه خو د یادې سیمې اوسېدونکي وایي چې تر دا مهاله یې یاده ستونزه پر خپل ځای پاتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP