غزني ښار (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۳): د غزني بدني روزنې او ورزش امریت وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سيالۍ پیل شوې.
د غزني ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ د غزني فوټسال فدارسیون له لوري د ورزشي آمريت په همکارۍ په ولیعصر جمنازيوم کې پيل شوې.
نوموړي وویل، دا سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي چې په لومړۍ لوبه کې د «مولاعلي» او «اتحاد جرغي برجګي» لوبډلو له يو بل سره سيالي وکړه چې په ترڅ کې مولاعلي لوبډلي خپلې سیالې لوبډلې ته پنځه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.
هغه زیاته کړه، د دغو سیالیو د ترسره کولو موخې د ورزشکارانو ترمنځ یووالی، مینه، پیوستون او تفریح رامنځته کول او پر نشهیي توکو د ځوانانو د اخته کېدو مخنیوی او همداراز ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.
دغه راز، د یادو سیالیو یوه لوبغاړي مزمل پژواک ته وویل، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د فوټسال لوبغاړو ترمنځ پياوړي اړیکي رامنځته کړي.
نوموړي وویل، د فوټسال فدارسیون ته په کار ده چې دغه ولایت کې لوبغاړو ته زیاتي اسانتیاوې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې اونې مخکې هم په غزني کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP