Language

خوست کې د پاکستان هوايي بریدونو غبرګون کې لاریون وشو

خوست‌ښار (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۳): د خوست سلګونو اوسېدونکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان هوايي بریدونو غبرګون لاریون وکړ او له نړۍوالو یې پر پاکستان د بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه.

لاریون‌کوونکو چې شمېر سلګونو کسانو ته رسېده، د پاکستان ضد شعارونه ورکول او پر نړۍوالو یې غږ وکړ چې پر دغه هېواد اقتصادي او سیاسي بندیزونه ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روانې مرغومي میاشتې په څلورمه د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ هوایي بریدونه وکړل؛ افغان چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې ۵۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

چارواکو ویلي چې د دغه برید ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

هغوی وایي چې د دغو کسانو ډېر یې ځایي اوسېدونکي او یو شمېر وزیرستاني کډوال دي.

د خوست ننني لاریون یوه تنظیموونکي نقیب‌الله ځلاند پژواک اژانس ته وویل، په پکتیکا کې د پاکستان له لوري شوی ظلم د بښنې وړ نه دی او له نړۍوالو یې غوښتنه وکړه چې د دې ډول پېښو مخنیوي لپاره دې پر پاکستان بېلابېل فشارونه راوړي.

هغه وايي: «خوستي ولسونه راپورته شوي، پر نړۍوالو یې غږ وکړ چې پر پاکستان سیاسي، اقتصادي او نور بندیزونه ولګوي څو په راتلونکي کې د دې ډول پېښو مخنیوی وشي؛ په همدې خاطر خوستي ولسونو شعار ورکړ چې په سوله‌ییز ډول هماهنګي وشي، که هماهنګي ونه شي، ځوانان چوپ نه پاتې کېږي، د دوی پر وړاندې غبرګون ښيي.»

د لاریون یوه بل ګډونوال رشیدالله همدرد وویل، د پاکستان هوایي برید کې ولسي وګړي وژل شوي چې دا د ملي او نړۍوالو قوانینو خلاف عمل دی؛ نو په کار ده چې د پاکستان د پوځ غیرقانوني کړنې تر نړۍوالو ورسېږي.

دی وايي: «نړۍ ته د پاکستان کرايي پوځ ور وښییو، چې دا ظالمانه او احمقانه بریدونه کوي او دا د هيڅ نړۍوالو قوانینو سره سر نه خوري او دوی وغندو، له دې سره په څنګ کې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو او دا وښیيو چې امنیتي ځواکونه د پاکستان د خبیث پوځ په مقابل کې یوازې نه دي.»

یوه بل لاریونوال عبدالهادي وحدت هم پژواک ته وویل چې افغانان له خپل ولس او خاورې په هر ‌ډول حالاتو کې دفاع کوي او په وینا یې، د پاکستان دغه ظالمانه کړنه به بې‌ځوابه پاتې نه شي.

هغه زياته کړه: «له نړۍوالو سازمانونو او ادارو زموږ غوښتنه دا ده چې په ظالم او جابر پاکستان په هره برخه کې سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې بندیزونه وضع کړي، څو دا ډول مجرمانه او ظالمانه کړنې په راتلونکي کې تکرار نه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د دفاع وزارت یو شمېر سرچینو ویلي چې افغان ځواکونو د پکتیکا د برمل هوايي برید د انتقام اخیستو لپاره بېګا شپه په خوست او پکتيا ولايتونو کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر پاکستاني ځواکونو برید کړی چې مرګ‌ژوبله یې هم ور اړولې ده.

Related Topics