<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان ستره محکمه وایي چې د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې یوه کس ته تعزیري سزا ورکړل شوه.</p>
<p style="text-align: justify;">د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د زابل ولايت د دايچوپان ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې یوه کس له کوره د یوې نامحرمې ښځې د تښتولو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.</p>
<p style="text-align: justify;">سرچينې لیکلي، ابتدائيه محکمې ياد مجرم په يو کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرم تطبيق شوه.</p>