Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته د اسلامي امارت غبرګون

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳): اسلامي امارت په افغانستان کې د بهرنیو وسله‌والو ډلو د فعالیت په اړه د پاکستان د دفاع د وزیر څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې له افغانستانه هیڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه دی او په پاکستان کې امنیتي مسایل د هغه هېواد خپله کورنۍ موضوع ده.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې «افغانستان د داعش خراسان د جذب او تسهیلاتو مرکز و او د ټي‌ټي‌پي په ګډون نورو بېلابېلو ډلو په کې فعالیت» درلود.

د اسلامي امارت ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز کلپ کې ویلي: «د پاکستاني اړخ دغه ادعاوې ناسمې دي، اسلامي امارت په کراتو ویلي او په عمل کې یې هم ثابته کړې چې په افغانستان کې بهرنیو ډلو ته د فعالیت کولو اجازه نه ورکوي او نه د دې اجازه ورکوي چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته تهدید متوجه کړي، ولې برعکس د داعش د تمویل او تولید مرکزونه په بلوجستان او د پاکستان په ځینو نورو سیمو کې فعالیت لري او داسې ښکاري چې د دوی تر چتر لاندې یې د فعالیت اجازه هم ترلاسه کړې وي او تخریبي اعمال ترسره کوي.»

هغه زیاته کړې چې دا هر څه مستند دي او شواهد یې شتون لري.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ویلي، د پاکستان امنیتي پېښې خپله د دغه هېواد کورنۍ موضوع ده او په افغانستان پورې اړه نه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.