پلعلم (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۳): د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالې ترسره شوې.
د لوګر د بدنې روزنې او روزش امریت امر انجنیر مزمل نعیمزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو سیالیو کې د ولایت په کچه د والیبال ۱۲ غوره لوبډلو او لسګونه لوبغاړو ګډون کړی و.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، یادو سیالیو درې ورځې دوام وکړ او د اتحاد ګلنګار لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د هغه په وینا، دغه سیالۍ د والببال ورزش ته د ودې ورکولو، د وزرشکارانو ترمنځ د تجربو شریکولو او همدارنګه همغږۍ رامنځته کولو په موخه جوړې شوې وې.
دغه راز، د یادو سیالیو یوه لوبغاړي احمدفیصل پژواک ته وویل، د ژمي جام په نوم د والیبال سیالیو جوړېدو ته خوښ و او ټینګار یې وکړ چې ورته سیالۍ دې د ولایتونو په کچه جوړې شي.
هغه وایي، یادې سیالۍ کولای شي د والیبال لوبغاړو ترمنځ تجربې او اړیکې پياوړې کړي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ولایت په کچه د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د خزان جام په نوم د والیبال سیالۍ جوړې شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP