Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اوو ولایتونو کې له یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د مرستې په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۳): د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له یوې نړۍوالې مؤسسې سره د ۹۷ میلیون افغانیو په ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت دغه خبر پرون پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی ده.

سرچینې زیاته کړې چې یاد دوه هوکړه‌لیکونه د مرستو او پرمختګ نړۍوالې خیریه موسسې(HHRD)  سره لاسلیک شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې به له ۴۳۲۶۰ یتیمانو، کونډو او معلولینو سره مرستې وشي.

خو سرچینې د مرستو څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له یاد شمېر یتیمانو، کونډو او معلولینو سره به په کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، تخار، غور او پروان ولایتونو کې مرستې وشي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له یو شمېر داخلي او نړۍوالو موسسو سره ورته هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.