Language

 لغمان کې د نیالګیو اېښودلو لړۍ پیل شوه

مهترلام (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۳): د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز مهترلام او پنځه‌ګونو ولسوالیو کې د مېوه‌لرونکو او بې‌مېوې نیالګیو د اېښودلو لړۍ پیل شوه چې په ترڅ کې به یې یو میلیون نوي نیالګي کېښودل شي.

د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول سردار زهیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار په ګډون په پنځه‌ګونو ولسوالیو کې یې د یو میلیون مېوه‌لرونکو او بې‌مېوې نیالګیو اېښودلو لړۍ پیل کړې ده.

که څه هم د دغه ولایت خلک د حکومت له لوري د نیالګیو اېښودلو چاره ستایي، خو زیاتوي چې هر کال زرګونه مېوه‌لرونکي او بې‌مېوې نیالګي او ونې کېنول کیږي، خو له یوه کال څخه تر بل کال پورې له منځه ځي، ځکه ساتنې او پالنې ته یې هیڅ پاملرنه نه کیږي.

دوی غوښتنه کوي چې د تازه اېښودل شوو نیالګېو د ساتنې او پالنې لپاره دې ځانګړي کسان وګوماري.