فیروزکوه (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵): په غور ولایت کې یو شمېر بزګران د غنمو او وربشو پر کروندو د «کفشک» پراخ یرغل او له امله یې د احتمالي زیانونو اوښتو اندېښمن کړي، خو بلخوا بیا د کرنې برخې مسوولین وايي چې د دغه افت د کنټرول لپاره یې هڅې پیل کړې او سیمو ته یې تخنیکي ټیمونه لېږلي دي.
سهار په داسې حال کې چې لمر خپلې وړانګې د غنمو پر کروندو خورې کړې، عبدالله لکه د هرې ورځې په څېر خپلې کروندې ته ځي، خو دا ځل د حاصل لیدو لپاره نه، بلکې د احتمالي زیانونو د لیدو لپاره.
۳۸ کلن عبدالله چې د الفاروق ولسوالۍ یو بزګر دی، د غنمو وږي په لاس کې نیولي وو او «کفشک» حشرې ته په اشاره یې وویل چې څه باندې شل جریب ځمکه یې للمي کښت ته ځانګړې کړې ده.
هغه زیاته کړه: «ټوله هیله مې همدا ځمکه ده؛ که دغه افت پراخ شي، نه پوهېږم د خپلې کورنۍ لګښتونه به څنګه برابر کړم؛ ځکه زموږ یو کلن حاصل له منځه ځي.»
نوموړي زیاته کړه چې په یوازې له دغه افت سره د مبارزې توان نه لري او که د کرنې مسئولین او اړوند ادارې یې د کنټرول لپاره اقدام ونه کړي، د ده د فصلونو لویه برخه به له منځه ولاړه شي.
د نوموړي په خبره: «د دوا او امکاناتو اخیستلو توان نه لرم چې د دې حشرې مخه ونیسم، نور بزګران هم زما په شان غریب دي، که دولت راسره همکاري ونه کړي، زموږ کروندې به له منځه ولاړې شي.»
له بلې خوا، د غور د الفاروق ولسوالۍ یو اوسېدونکی سردار دادفر وايي چې د «کفشک» افت د فیاق، تګاب، پشتهکوه شویج او د دې ولسوالۍ په ځینو نورو سیمو کې د خلکو کروندې تر برید لاندې راوستې دي.
هغه زیاته کړه: «دغه افت په دې ورځو کې په پراخه کچه د غنمو فصلونو ته خپور شوی او که ژر یې د کنټرول لپاره اقدام ونه شي، د خلکو د غنمو او وربشو فصلونو لویه برخه به له منځه ولاړه شي او بزګرانو ته به درانه زیانونه واوړي.»
همدارنګه، د دغه ولایت د چهارسدې ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمدیوسف وايي: «بزګران د دغه افت پر وړاندې د مبارزې لپاره کافي امکانات نه لري، که پر وخت اقدام ونه شي، د حاصلاتو لویه برخه به له منځه ولاړه شي.»
په وروستیو ورځو کې د غور ولایت په بېلابېلو سیمو کې د «کفشک» افت له پراخېدو ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي.
د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسئولین هم تاییدوي چې دغه افت یوازې په یوه سیمه پورې محدود نه دی او اوس د اللهیار، الفاروق، مرغاب، شهرک، تولک او چهارسدې ولسوالیو کې هم لیدل شوی دی.
د غور د کرنې ریاست د رسنیو د دفتر مسوول ضیاءالحق جویا وايي چې دغه افت د خلکو کروندې، په ځانګړي ډول د غنمو فصلونه زیانمن کړي دي.
هغه زیاته کړه چې د کرنې اداره د خپلو شته امکاناتو په کارولو سره، د کفشک د مخنیوي جالونه او یو شمېر درمل بزګرانو ته ورکړي، خو دا امکانات بسنه نه کوي. له دې سره سره، تخنیکي ټیمونه زیانمنو سیمو ته استول شوي او بزګرانو ته د دغه افت د کنټرول لپاره لازمې لارښوونې هم ورکړل شوې دي.