ژبه

په پنجشېر کې د توتو او غنمو حاصلات زیات شوي؛ ۱۳۰ ټنه ګیلاس هم صادر شوي

فريد تنها

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۶:۴۰

Views: ۲۸

پاراخ (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): چارواکي وایي، په پنجشېر کې سږ کال د تېر کال په پرتله د توتو حاصلات نږدې ۱۵ سلنه او د غنمو حاصلات ۱۸ سلنه زیات شوي؛ دغه راز، د دغه ولایت ۱۳۰ ټنه ګیلاس روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر شوي دي.

د پنجشېر ولایت مقام رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې، د حاصلاتو دغه زیاتوالی د کرنیزو پراختیایي پروژو د پلي کېدو، د بڼوالۍ د پراختیا، د اوبو لګولو کانالونو د جوړولو او بیارغونې او له بڼوالو د ملاتړ پایله ده.

سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۸ سلنه زیات شوي دي.

د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري فضل‌الله دیوبند ویلي، سږ کال په دغه ولایت کې د توتو د باغونو مساحت شاوخوا ۱۴۰۰ هکټاره و او حاصلات یې د ۱۴۰۴ کال له ۳۵۰۰ مټریک ټنو څخه شاوخوا ۴۰۲۳ مټریک ټنو ته لوړ شوي دي.

د هغه په وینا، د هوا مناسب شرایط، د حاصلاتو راټولولو په موسم کې د باران نه ورېدل، د مېوو وچولو ماشینونو وېش او د اوبو لګولو کانالونو پراختیا د توتو د حاصلاتو د زیاتوالي مهم لاملونه دي.

ده زیاته کړې چې په دغه ولایت کې د توتو بېلابېل ډولونه شته.

په خبرپاڼه کې راغلي، سږ کال د پنجشېر ۱۳۰ ټنه ګیلاس روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر شوي دي.

دغه راز سرچینه زیاتوي چې په وروستیو اوونیو کې د یو شمېر موسسو له خوا د درې او حصه اول ولسوالیو او د دغه ولایت د مرکز بڼوالو ته د مېوو وچولو ۱۶۵ دستګاوې وېشل شوې دي.

د پنجشېر سیمه‌ییز چارواکي وایي، د کرنیزو محصولاتو د تولید زیاتوالی او د مېوو د پروسس او ساتنې لپاره د اسانتیاوو برابرېدل، د بڼوالو د عوایدو په لوړولو او د سیمې د اقتصاد په وده کې مرسته کولی شي.