Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې لسګونه یتیمان او معلولین د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزه فارغ شول

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): کابل کې د شهیدانو او معلولینو چاور وزارت اړوند د شهیدانو د ورثه‌وو او معلولینو د پالنې له مرکز څخه ۱۵۳ معلولین او یتیمان د لسو میاشتنیو فني او حرفوي زده‌کړو له پروګرامه فارغ شول.

د یادو کسانو فراغت‌غونډه نن د شهیدانو او معلولینو چاور وزارت د شهیدانو د ورثه‌وو او معلولینو د پالنې مرکز کې جوړه شوې وه.

د دغه وزارت اړوند د شهیدانو د ورثه‌وو او معلولینو د پالنې مرکز مشر ملا رحمت‌الله خالد وویل چې نن له یاد مرکزه ۱۵۳ معلولین او یتیمان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول.

دی وایي چې یاد شمېر کسانو د لسو میاشتو لپاره د کمپیوټر، مبایل جوړولو، موټر ماشين جوړولو، موټرسایکل، جنراتور، یخچال، ایرکنډېشن او د برېښنایي وسایلو ترمیم او خیاطي برخو کې فني او حرفوي زده‌کړې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې یادو کسانو ته د (اېچ‌اېچ‌ارډي) خیریه نړۍوالې موسسې په مالي او تخنیکي مرسته فني او حرفوي زده‌کړې ورکړل شوې دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري رییس مولوي کلیم‌الله افغان وویل، دا ځکه د خوشۍ مرحله ده چې یو معلول او یتیم د ځان‌بسیايي مرحلې ته رسېږي.

هغه فارغ شوو کسانو ته په خطاب کې وویل: «دا یو ستر فرصت دی چې درته مهیا شوی، نو ته باید نور هم خپل استعداد ته رشد ورکړې..... په دې کار سره ته او ستا کورنۍ له فقره خلاصه شوې، ته او ستا کورنۍ د سوال او ګدایي له ذلته خلاص شوی، ته او ستا کورنۍ یوه همکارۍ کورنۍ وبلل شوه ځکه چې ته اوس له نورو سره همکاري او د هغوی لاسنیوی کولای شي.»

هغه دغه راز، له فارغ شوو کسانو وغوښتل چې د کار او دندې پر مهال اخلاص ولري او که یو شي پر لس افغانۍ جوړېده نو شل افغانۍ دې نه ورنه اخلي.

د یاد وزارت مالي او اداري رییس وویل چې د ماليي وزارت په ۱۴۰۳ مالي کال کې د معلولینو، یتیمانو او کونډو د لاسنیوي په موخه ۱۲ میلیارده افغانۍ ورکړې او له هغې جملې ۱۱.۷ میلیارده افغانۍ یې لګول شوي او پاتې نورې یې د لګولو په درشل کې دي.

په افغانستان کې د (اېچ‌اېچ‌ارډي) موسسې مشر قاري عبدالله فیصل وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې یې ۵۸۵ تنه معلولینو او د شهیدانو ورثه و ته فني او مسلکي زده‌کړې ورکړې دي.

هغه له فارغ شوو کسانو څخه وغوښتل چې د خپل کار په جریان کې له اخلاص کار واخلي، ورکړل شوي کېټونه ونه پلوري او که څوک ورکړل شوي کېټونه وپلوري نو د کېټونو تاوان به ورنه واخيستل شي.

قاري فیصل له نړۍوالو او کورنیو موسسو څخه وغوښتل چې له یتیمو او بې‌وزلو انسانو د حرفوي او مسلکي زده‌کړو د ترلاسه کولو په برخه کې مرسته وکړي څو دغه کسانو ته کاري زمینه برابره او غذایي مصوونیت ورته برابر شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، یادې موسسې په ۱۴۰۳ کال کې ۲۵۳ زره امریکایي ډالر له یتیمو، معلولنیو او نورو بې‌وزلو سره مرسته کړي او ۵۰ زره کسان ورڅخه مستفید شوي دي.

د فارغ شويو زده‌کوونکو په استازيتوب، د کمپيوتر له څانګې فارغ قاري محمدخالد د یاد پروګرام له پایته رسېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې په دې موده کې ټولو زده‌کوونکو په ښه ډول فني او مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړې دي.

هغه د شهیدانو او معلولينو چارو وزارت او د یادې موسسې له مشرانو غوښتنه وکړه چې ځوانانو، په ځانګړي ډول معلولو او شهیدانو ورثه‌وو ته د ورته فني زده‌کړو پروسه پراخه کړي څو اړ ځوانان مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړي او له دې لارې د ژوند چارې پرمخ یوسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.