جلالاباد (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۳): د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې نن سهار پاکستاني لوري تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد د کب په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تورخم دروازه نن سهار د پاکستاني لوري له خوا د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې خو د تړل کېدو علت یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
هغه له خلکو وغوښتل، تر هغو چې وضعیت نه وي معلوم شوی، تورخم ته دې له تګ راتګه ډډه وکړي.
تورخم دروازه چې د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې له پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه پرته لویه ترانزیټي او ترانسپورټي لار ده، ډېر کله یې پاکستاني مسوولین افغانانو ته د ستونزو جوړېدو او نامعلومو دلایلو له امله بندوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP