Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلالي د اسلامي همکاریو له سازمانه د هېواد روغتیا برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

کابل (پژواک،‌ ۴ کب ۱۴۰۳): د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د یاد سازمان د مرستې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره لیدنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د روغتیايي مرکزونو تجهیز، افغان روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړونې، د روږدو او سرطاني ناروغانو درملنې برخه کې د همکاریو او د یاد سازمان د غړو هېوادونو هڅونې اړوند خبرې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان روغتیايي سیسټم پیاوړتیا او پراختیا برخو کې د اسلامي همکاریو سازمان همکاري اړینه بللې او په بېلابېلو روغتیايي برخو کې یې له هغوی څخه د مرستې او د دوه اړخیزو همکاریو په موخه د دغه سازمان د غړو هېوادونو هڅونې غوښتنه کړې.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان استازو د نورو برخو ترڅنګ په روغتیايي برخه کې هم د مرستې او همکارۍ بشپړ ډاډ ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.