کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۳): د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل او هلمند سیندیزو حوزو کې نن او راتلونکو دوو ورځو کې د واورې او باران ورېدو او سېلابونو راتلو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه د روانې میاشتې له ۹مې تر ۱۱مې د هلمند او کابل سیندویزو حوزو کې د واورې او باران ورېدو او سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار، زابل، خوست، پکتیکا، پکتیا، کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان سیندونو په مسیر کې د اوبو ډېرېدو او د سېلابونو راتلو اټکل هم شوی دی.
سرچینې د یادو سیمو له اوسېدونکو غوښتي څو د سېلابونو راتلو او یا د اوبو پورته کېدو پر مهال سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي، د سېلابونو راتلو او یا په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو پر مهال دې د کښته سیمو اسېدونکو ته خبر ورکړي څو د انساني تلفاتو مخنیوی وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP