کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت ویاند وایي، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د سړکونو، رېلپټلیو، اوبو، برېښنا، ښاري او کلیوالي پراختیا، استوګنې او نورو بنسټیزو برخو کې سلګونه پروژې بشپړې شوې او د سلګونو نورو چارې روانې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام کې د ټولګټو، اوبو او انرژۍ، د کلیو د بیارغونې او پراختیا، کور او ښار جوړولو، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو، کابل ښاروالۍ، افغانستان برېښنا شرکت، ملي پراختیا شرکت، د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت، امارتي سیلو مرکزي شرکت او امارتي ملي بس شرکت د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د فعالیتونو او لاستهراوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ټولګټو وزارت
مجاهد وویل، په تېر هجري قمري کال کې د سړکونو، پلونو، جوماتونو، ساتنې او مراقبت او رېلپټلیو په برخو کې ۲۶۲ پروژې په کاري پلان کې شاملې وې چې ۹۱ یې بشپړې شوې او ۱۷۱ نورې د پلي کېدو په بېلابېلو پړاوونو کې دي.
د ده د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې ۳۹۳ کیلومتره سړکونه قیر شوي، د ۹۳۲ کیلومتره سړکونو د امکانسنجۍ مطالعات، د ۷۷۷ کیلومتره سړکونو ټوپوګرافي سروې او د ۳۵۰ کیلومتره سړکونو ډیزاین بشپړ شوی او دغهراز د ۴۴۵ کیلومتره نورو سړکونو د ډیزاین چارې روانې دي.
هغه وایي چې د تورغونډۍ – هرات د ۱۱۳ کیلومتره، هرات – کندهار د ۷۶۳ کیلومتره او کندهار – سپینبولدک د ۹۶ کیلومتره رېلپټلیو د سروې، امکانسنجۍ او ډیزاین چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې او د خواف–هرات رېلپټلۍ د دویم فاز د ۴۷.۳ کیلومتره برخې د جوړولو پروژه د څه باندې ۵۴.۴ میلیون ډالرو او د آقینې–اندخوی د ۱۰ کیلومتره برخې پروژه د څه باندې ۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت پیل شوې ده.
دی وایي چې د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو او خواف–هرات رېلپټلۍ له لارې اووه میلیونه، ۶۰۲ زره او ۴۱۹ مټریک ټنه انتقالات شوي چې د تېر کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه زیاتوالی ښيي او د ټولګټو وزارت د پروژو له لارې له ۱۳۰ زرو ډېرو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.
کابل ښاروالي
مجاهد وویل، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۱۲۱ کیلومتره اصلي او فرعي سړکونه قیر، کانکرېټ، سنګفرش، پراخ او نوي جوړ شوي او ۹۴ زره او ۵۵۰ متره مربع سړکونه ترمیم شوي دي.
دغهراز، د هغه د معلوماتو له مخې، د ۷۴۷۲ مترو کانالونو د جوړولو او ترمیم چارې په پلان کې شاملې وې، د پل خشتي په سیمه کې د ۳۶۰ دوکانونو لرونکی تر ځمکې لاندې مارکېټ بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی او شپږ پارکونه هم جوړ یا بیا رغول شوي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت
د مجاهد د معلوماتو له مخې، په کابل او زابل کې د دوو لویو بندونو او په فراه کې د اوبو د انحرافي تونل د یوې پروژې چارې د څلور میلیارده، ۳۳۶ میلیونه، ۳۶۰ زره او ۳۹۶ افغانیو په ټولیز لګښت بشپړې شوې دي او دغهراز په شپږو ولایتونو کې د اوبو اته لویې او بنسټیزې پروژې د پلي کېدو په بېلابېلو پړاوونو کې دي.
د اسلامي امارت ویاند وویل چې په ۱۸ ولایتونو کې ۴۵ چکډیمونه د ۱۸۶ میلیونه، ۵۵۸ زره او ۳۳۹ افغانیو په لګښت بشپړ شوي او په ۱۳ ولایتونو کې د ۱۹ نورو چکډیمونو چارې د ۹۷ میلیونه، ۶۷۹ زره او ۶۵۲ افغانیو په لګښت روانې دي. همدارنګه دی وایي، د سیندونو د غاړو د ټینګښت ۱۶ پروژې بشپړې شوې او د ۱۳ نورو چارې روانې دي او د اوبو اړوندو پروژو له لارې شاوخوا ۱۱ زره او ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د هغه په وینا، د انرژۍ برخه کې له کورنیو سرچینو د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید تفاهملیک لاسلیک شوی؛ په جوزجان کې د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا پروژې قرارداد نوی شوی او په بغلان کې د ډبرو سکرو پر بنسټ د ۱۶۵ او ۳۵۰ مېګاواټه حرارتي برېښنا پروژو تفاهملیکونه د وزارت په لومړیتوبونو کې شامل شوي دي.
مجاهد دغهراز زیاته کړه چې په ننګرهار کې د ۴۰ مېګاواټه او اروزګان کې د پنځه مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژو د قراردادونو چمتو کولو چارې پیل شوې، په باریکاب او نغلو کې د ۱۰۰ ـ ۱۰۰ مېګاواټه او په غزني کې د ۱۳۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د پلې کېدو په حال کې دي او د انرژۍ سکټور له ۱۱ پرمختیايي پروژو یوه بشپړه شوې او لس نورې د پلې کېدو په حال کې دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت
مجاهد وایي، یاد وزارت ۲۹۰ د اوبو رسولو شبکې د څه باندې یو میلیارد، ۲۱۶ میلیونه او ۲۸۸ زره افغانیو په لګښت بشپړې کړې چې له ۵۹۰ زرو ډېرو کلیوالو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي او د ۷۳۵ نورو شبکو جوړول هم د وزارت په کاري پلان کې شامل دي.
هغه وویل چې دغه وزارت په ټولیز ډول د دوه میلیارده، ۸۹۱ میلیونه، ۵۱۱ زره او ۸۹۶ افغانیو په لګښت ۳۳۰ پروژې پلې کړي چې د اوبو رسولو شبکې، ۸۳۶ کیلومتره کلیوالي سړکونه، ۱۰۶۴ متره پلونه او پلچکونه، ۲۳۹۰ متره د اوبولګولو کانالونه او ۴۸۵۱ متره استنادي دېوالونه په کې شامل دي.
د ده د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو لپاره هم په اتو ولایتونو کې اته د اوبو رسولو شبکې د شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوي چې ۴۶۰۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي او د شپږو ولایتونو په کچه د اتو نورو شبکو چارې د څه باندې ۲۶۲ زره ډالرو په ارزښت روانې دي چې په بشپړېدو سره به یې ۲۳ زره او ۶۷۵ راستنېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د کور او ښار جوړولو وزارت
مجاهد وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت په تېر هجري قمري کال کې ۹۴ ښاري پلانونه ترتیب او منظور کړي او د لسو استوګنیزو پروژو د پلي کېدو چارې یې پیل کړې دي او په ۳۱ ښارګوټو کې یې د سړکونو د مسیر ټاکلو، هوارولو، جوړولو او جغل اچونې چارې روانې دي.
د ده د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو د ۳۳ ښارګوټو تفصیلي پلانونه ترتیب او منظور شوي او په ۲۱ ولایتونو کې ۴۷ زره او ۸۹ استوګنیزې نمرې راستنېدونکو ته وېشل شوې دي.
مجاهد وویل چې دغه وزارت له ۱۰۰ ډېرې ساختماني نقشې او د ښارګوټو لپاره ۲۸ زیربنايي شبکې هم طرحه کړې دي او د استوګنیزو پروژو له لارې له ۸۸۰۰ ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت
د اسلامي امارت ویاند وایي چې د دغه وزارت له لوري د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه په ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۴۳ پروژې منظورې شوي چې ۴۴ یې بشپړې شوي او د پاتې نورو چارې روانې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت
د مجاهد د معلوماتو له مخې، د افغانستان برېښنا شرکت ۷۰ زره او ۶۵۳ نویو مشترکینو ته د برېښنا خدمتونه برابر کړي، لس بنسټیزې پروژې یې بشپړې کړي او د ۴۰ نورو چارې روانې دي.
دغه راز ده وویل چې له شرکتونو او پانګوالو سره ۱۲ تفاهملیکونه او د ۷۴ میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېل قراردادونه لاسلیک شوي او د پروژو له لارې له څلورو زرو ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د ملي پراختیا شرکت
مجاهد وایي چې دغه شرکت د قوشتیپې کانال د لومړي پړاو د ۱۰۸ کیلومتره کیندنې، په تورخم کې د راستنېدونکو لپاره د اداري کمپلکس، د فراه د اوبو اړوونکي بند او نویو کانالونو د لومړي پړاو، د دایکندي د کرونا روغتون او د میدان وردګو د عیدګاه جومات چارې بشپړې کړې دي.
ده وویل چې د قوشتیپې کانال د دویم پړاو، پلتوني بند، یو شمېر استوګنیزو ښارګوټو او د ننګرهار د ۶۰۰ بستریز، غزني د ۱۰۰ بستریز او کونړ د ۲۰۰ بستریز روغتونونو په ګډون ګڼې نورې پروژې د پلي کېدو په بېلابېلو پړاوونو کې دي او د دغه شرکت د پروژو له لارې ۲۴۳۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت
د اسلامي امارت ویاند وایي چې دغه شرکت هم د پمپ سټېشنونو، اداري ودانیو، د تېلو زېرمو او نورو عمراني برخو کې ۳۶ پرمختیايي پروژې بشپړې کړي او د ۲۶ نورو چارې روانې دي. دی وایي چې د دغو پروژو له پلي کېدو سره له ۳۵۰۰ ډېرو کسانو ته د کار فرصتونه برابر شوي دي.
د کابل مرکزي سیلو
د مجاهد د معلوماتو له مخې، د کابل مرکزي سیلو ژرنده، چې شاوخوا ۳۵ کاله یې فعالیت درېدلی و، د شاوخوا ۲۱ میلیونه افغانیو په پانګونه بېرته فعال شوې ده.
ده وویل چې دغه سیلو اوس په ۲۴ ساعتونو کې د شاوخوا ۱۲۰ ټنه اوړو د تولید وړتیا لري او ۲۷ ډوله تولیدات یې د کابل ښار د ۲۰ فعالو غرفو له لارې وړاندې کېږي.
امارتي ملي بس شرکت
د اسلامي امارت ویاند وویل چې د امارتي ملي بس شرکت په کابل کې درې نوي مسیرونه فعال کړي، د کندهار او ننګرهار غیر فعالې نمایندګۍ یې بېرته فعالې کړي، په میدان وردګو کې یې د مسافر وړونکو خدمتونو بهیر پیل کړی او ۲۶ نقلیه وسایط یې ترمیم او بېرته فعال کړي دي.