Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روزا اوتونبایوا په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه وینا کوي

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۳): ملګري ملتونو اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا به په روانې میلادي میاشت کې د امنیت شورا ناسته کې د افغانستان په اړه وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې له مخې، یاده ناسته به د مارچ په لسمه د ډنمارک د دوره‌یي ریاست تر مشرۍ لاندې ترسره شي.

ملګرو ملتونو تر اوسه د امنیت شورا ناسته کې د یوناما د رییسې د وینا د موضوع په اړه جزئیات نه دي وړاندې کړي.

ویل شوي چې ملګري ملتونه به په مارچ میاشت  کې د افغانستان، یمن او په منځنۍ اسیا او سوریه کې د سولې پروسې په اړه بحث وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ په ۱۷مه هم د افغانستان په اړه ناسته او د یوناما ماموریت د تمدید د احتمال په اړه خبرې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.