Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل او غور ولایتونو کې سلګونو کورنیو ته د مرستو وېش په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له یوې موسسې سره د څه باندې ۶۹۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړه‌لیک د یادې ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي او د «اکشن‌ایډ» موسسې رییس سری کانتا میسرا ترمنځ تېره ورځ کابل کې لاسلیک شو.

سرچینې زیاته کړې، د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې به یاده موسسه د ۶۹۴ زره او ۴۲۸ امریکایي ډالرو په ارزښت کابل او غور ولایتونو کې ۱۷۴۰ کورنیو ته نغدي او ژمنۍ مرستې ووېشي.

د یادونې ده، له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تېرې سلواغې میاشتې په ۳۰مه هم د افغانستان لپاره د ناروې له کمېټې سره د ۷۰۹ زره او ۷۱۵ امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.