Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جوماتونو لپاره د برېښنا لګښتونه معاف شول

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، د جوماتونو لپاره د برېښنا لګښتونه معاف شول.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د مساجدو د برېښنا د مصارفو د معافیت په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم له مخې، د مسجدونو د برق لښګتونه معاف دي.»

حکم کې راغلي چې اړوند دولتي ادارې دې په راتلونکي کې د یادو لګښتونو د تادیې غوښتنه نه کوي.

د حکم له مخې، دقیقه څارنه دې کېږي څو د جوماتونو برېښنا په نورو ځایونو کې استعمال نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې له جوماتونو هم د برېښنا د لګښت پیسې اخیستل کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.