Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات محبس کې لسګونه بندیانو د مهارتونو زده کولو له لارې راتلونکي ته نوې هیلې پیدا کړې

هرات (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۴): د هرات په مرکزي زندان کې چې تر ډېره فکر کېږي یوازې د «محرومیت» او «حبس» ځای به وي، اوسمهال لسګونه بندیان نه یوازې په فني او حرفه‌یي پروګرامونو کې زده‌کړې کوي، بلکې د کار کولو له لارې عاید هم ترلاسه کوي.

یاد بندیان وايي، که څه هم شپې ورځې یې په زندان کې تېرېږي خو دا چې د فن او حرفې زده‌ کولو زمینه ورته برابره شوې، خوښ دي؛ ځکه چې د هغوی په وینا، ټوله ورځ د فن او حرفې په زده‌ کولو بوخت دي چې د زندان اوږدې ورځې یې ورته لنډې کړې دي.

عصمت‌الله یو له یادو بندیانو دی چې له څه باندې دوو کلونو راهیسې د هرات په محبس کې دی. هغه د بیک کنډلو برخه کې زده‌کړه کړې او اوس داسې محصولات تولیدوي چې له زندانه بهر هم پېرېدونکي لري.

نوموړي وویل: «له زندانه بهر راته پېرېدونکي سفارش راکوي او د هغوی د خوښې طرح ورته جوړوم.»

هغه وویل، د زندان ورځې په دغه کار کې په بوختیا لنډوي او هیله لري چې له زندانه تر خوشي کېدو وروسته د همدې حرفې له لارې ځان او خپلې کورنۍ لپاره عاید ترلاسه کړای شي.

هغه وايي، هره ورځ د سهار له اتو د مازدیګر تر څلورو بجو په کار بوخت وي او د هر بیک جوړول له یوې تر دوو ورځو وخت نیسي.

پیمان‌شاه یو بل بندي دی چې د جامو ګنډلو برخې مسوولیت پر غاړه لري. هغه وايي چې په دې برخه کې ډېر شمېر بندیان د خیاطۍ په زده‌کړه بوخت دي.

نوموړي وویل، هره ورځ دی او شاګردان یې په زندان کې له اوو تر لسو جوړو جامې ګنډي او ډېری پېرېدونکي یې حکومتي ځواکونه او هغه کسان دي چې له زندانه خوشي شوي دي.

د هرات په مرکزي زندان کې د خوږو تولید برخه کې زبیر او ۱۱ نور بندیان د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ کیلوګرامه خواږه تولیدوي او دغه خواږه د زندان دننه پلورل کېږي.

د زبیر په وینا، زندان کې یو کیلوګرام تولید شوي خواږه په ۵۰ تر ۶۰ افغانیو پلورل کیږي چې قرارداد کوونکی شرکت په دې برخه کې بوختو بندیانو ته په اونۍ کې له ۲۰۰ تر ۵۰۰ افغانۍ معاش ورکوي.

زندان که د مهارتونو د ودې مرکز؟

د هرات ولایت په زندان کې مسوولین وايي چې اوسمهال د دغه زندان په دولسو صنعتي برخو کې بندیان د مهارتونو په زده کولو او فعالیتونو ترسره کولو بوخت دي، خو هغوی بندیانو لپاره د زده کړو فرصتونو برابرېدو لپاره د لا ډېرو برخو د پرانیستو په هڅه کې دي.

د هرات مرکزي زندان د صنعتي برخې مسوول خدا‌نور عمر وویل چې څه باندې سل بندیان د غالۍ اوبدلو، شیریني جوړولو، مرۍ ګنډلو، بیک ګنډولو، خیاطي، بوټانو تولید او نورو برخو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پر کار بوخت دي چې په نږدې راتلونکي کې به د بندیانو دغه شمېر ډېر شي.

عمر څرګنده کړه چې د مهارتونو د زده کولو فرصتونو برابرېدل د دې لامل ګرځي څو بندیان له ازادېدو وروسته د کار خاوندان شي او د بیکارۍ او کاري فرصتونو نشتون له امله د جنايي جرمونو له ترسره کولو ډډه وکړي.

ورته مهال، د هرات د زندان عمومي مدیر شراف‌الدین مخلص وايي، په دغه زندان کې ټول بندیان پر زده کړو بوخت دي چې په وینا یې، هغوی زندان کې په بېلابېلو برخو کې له دیني علومو نیولي تر مهارتونو د زده کړو ټولګي جوړ کړي څو بندیان پر زده کړو او مهارتونو زده کولو بوخت وي.

مخلص زیاته کړه چې اوسمهال د هرات په زندان کې هېڅ بیکار بندي نشته، بلکه ټول بندیان د ورځني مهال‌وېش پر اساس خپل ځانګړي مسوولیتونه او دندې لري چې باید ترسره شي.

د هرات د زندان د مسوولینو له لوري د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، اوسمهال  د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۵۰۰ بندیان د هرات په مرکزي زندان کې ساتل کیږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.