Language

اروزګان کې پولیسو هغه کس نیولی چې یوه کور ته یې په زهرو ککړ چاکلېټ لېږلي وو

ترینکوټ (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۴): د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې له جنایي پېښو سره د مبارزې پولیسو نن هغه کس نیولی چې په ترینکوټ ښار کې یې یوه کور ته د ماشوم په لاس په زهرو ککړ چاکلېټ لېږلي وو.

د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، له جنایي پېښو سره د مبارزې پولیسو نن هغه کس نیولی چې ترینکوټ ښار کې یې د یوه ماشوم په لاس د هغه کور ته په زهرو ککړ چاکلېټ لېږلي وو.

هغه زیاته کړه، د ماشوم کورنۍ د چاکلېټو له لیدو وروسته پوه شوې وه چې په زهرو ککړ دي او په خبره یې چې بیا یې پولیسو ته خبر ورکړی و.

د اروزګاني په خبره، د یاد کس له لوري د دې کړنې انګېزه لا تر اوسه معلومه نه ده خو په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.

هغه ونه ویل چې نوموړي دغه چاکلېټ چېرې او د چا کور ته لیږلي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.